د فيل او طوطي کيسه

د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له‌پاره د دې په زړه پورې کيسې مرکزي کرکټرونه وړوکې فيله، طوطي او بيزو دي. د کيسې صحنې يو له بل سره ټينګ تړاو لري او د تلوسې او تړونکو هنګرونو پر مټ يې نه شلېدونکی پلاټ او جوړښت خپل کړی دی. د کيسې ژبه او محتوايي ادبیات د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له سويې سره برابر او پيغامونه په اسانۍ د هغوی له‌پاره د هضم وړ دي. په کيسه کې د زېړې زرغونې ساينسي تجربه راغلې ده چې زده‌کوونکي د دا ډول نورو ساينسي تجربو ترسره کولو ته هڅوي.

وړیا دانلود

SKU: ACKU#0049 Categories: , ,

Description

په کيسه کې د کرکټرونو يو ډېر ښه امتزاج تر سترګو کېږي. د نوښت په موخه هڅه شوې چې په ځینو صحنو کې د څارويو او انساني کرکټرونو ترمنځ ډيالوګ تبادله شي او په دې ډول کيسه کومېډيکه شي. دا کيسه د سالمو او ګټورو لوبو له‌پاره ځينې پيغامونه لري چې د کيسې د کرکټرونو ترمنځ د سرکس له لارې ځينې لوبې معرفي شوې دي او په دې سربېره له کم عمره څارويو سره د هغو پوښتنو د ځواب موندنې هڅه شوې چې لويان يې له ځواب ويلو ډېر ځله ځان چپوي. 

کيسه په يوه مثبت پيغام سره پای ته رسېدلې ده. د کيسې مرکزي کرکټر (وړوکې فيلې) د سرکس په ميدان کې د زېړې زرغونې جوړولو يوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړې ده.

وړیا دانلود

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د فيل او طوطي کيسه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *