Description
د لمرینې لوڼې، د شمسي منظومې د سیارو په اړه ښکلې علمي- فانتزي کیسه ده. ځمکه د لمرینې ترور په زړه کې ځای لري… خو کله چې شاوخوا څلورنیم ملیارد کاله وروسته ځمکې ته ګوري، ډېره اندېښمنه کېږي. پوهېږئ ولې؟ ځکه ویني چې د ځمکې ځلا، رنګارنګوالی، تازهوالی او رڼايي راکمه شوې ده. د هرې ورځې په تېرېدو سره دا ښکلې ځمکه تته او کمرنګه کېږي. پوهېږئ ولې؟ ځکه انسانان په ځمکه کې د لمرینې ترور د لوڼو د ښېګڼو په قدر نهپوهېږي.
لمرينه ترور ځمکې ته ډېره اندېښمنه ده. وېریږي چې ځمکه بیا کم رنگه او تنه نه شي او د ښکلو لونو ټول نوښتونه او زحمتونه يې لاهو نه شي. طبیعت هم خواشینی دی. . کله چې د جنگله ارواه خواشیني ،وي معنا يـ ا يې دا ده چې ځمکه له خطر
سره مخ ده. د ځنگله ارواه له غرونو سیندونو او ځناورو سره خوشحاله ده خو کله چې دوی ته زیان اوړي، د ځنگله ارواه خواشینې کېږي. موږ باید له طبیعت او د لمرينې ترور له لوڼو سره ډېره مينه ولرو اوبه بیځایه مصرف نه کړو هېڅ کله له پلاستيکونو څخه گټه وانه خلو مرغان او حیوانات ونه ځوروو، څو هم
د لمرينې ترور لونې د تل له پاره زموږ سیاره توده، رنگارنگ او ښكلې وساتي.
د لمرینې لوڼې
لیکوال: کاظ محمیدي رسا
ژباړونکی: فض لرباني قاضي زی
سمون: لعل اقا شیرین
د پښتۍ طرحه او ترتیب: ر.رضايي
رسامي او انځورګري: حسا مالدین رستاقي
د پاڼو جوړونه: مجتبي سخی زاده
ACKU خپروونکی : په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز
د چاپ نیټه: ۱۳۹۷ لمریز کال
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.