د لمر ډالۍ

د لمر ډالۍ، د یوې مکتبۍ ماشومې نجلې کیسه ده چې لوستونکي ته له طبیعت، ونو، ګلانو او لمر سره د مینه کولو پیغام ورکوي. دغه راز دا کیسه، دا پیغام هم له ځانه سره لري چې ژوند، طبیعت او ژوندي موجودات- له دې ډلې ونې او ګلانو موسیقي خوښوي او د هغې له اورېدلو سره ښه وده کوي.

وړیا دانلود

SKU: ACKU#0050 Categories: , ,

Description

د لمر ډالۍ، د یوې مکتبۍ ماشومې نجلې کیسه ده چې لوستونکي ته له طبیعت، ونو، ګلانو او لمر سره د مینه کولو پیغام ورکوي. دغه راز دا کیسه، دا پیغام هم له ځانه سره لري چې ژوند، طبیعت او ژوندي موجودات- له دې ډلې ونې او ګلانو موسیقي خوښوي او د هغې له اورېدلو سره ښه وده کوي.

ماشومه خوږه، ښاري مکتبۍ نجلۍ ده چې د کلي ښکلاوو په باب یې له مور ډېرې خبرې اورېدلې دي. دغه راز خوږه له طبیعت- په تېره بیا، شنو ونو او ګلانو سره ناوړه چلند کوي. هغه د ښوونځي پر لاره، پاڼې او شاخچې را شکوي او پر ځمکه یې غورځوي. خو هغه د طوطي په مرسته دا زده کوي چې ونې، بوټي، لمر او هرڅه د وګړو په شان احساس لري او د خوږې د ناوړه چلند له امله، دردېږي. خوږه د خپل ناوړه چلند پر وړاندې د طبیعت او ونو، بوټو عکس‌العمل او غبرګون ويني او د تجربې له لارې، دا زده کوي چې باید پاڼې او شاخونه ونه شکوي. د هغو پاللو ته پام وکړي او له دې لارې، د طبیعت ډالۍ ترلاسه کړي.

خوږې سره یې همزولې خورلڼې (کوثر، شینکۍ) هم کیسه کې شاملې دي، خو د کیسې بل مرکزي کرکټر ماشوم کلیوال هلک(ویاړ) دی. ویاړ زړور او بې‌باکه هلک دی. تل غواړي نوې تجربې وکړي، خو دا چلند یې کله ناکله سرخوږی ورته جوړوي. مګر له ونې څخه تر را لوېدلو وروسته دا زده کوي چې له ګواښمنو او خطرناکو کارونو ډډه وکړي.

د خوږې مور او د ویاړ مور، ډېری وخت د نصیحت‌ګرو په نقش کې وي، خو د کیسې لوی پیغام د خوږې او ویاړ لخوا رامنځ ته کړیو پېښو (ماجراوو) له لارې، لوستونکي ته رسېږي.

وړیا دانلود

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “د لمر ډالۍ”

Your email address will not be published. Required fields are marked *