Description
د مطالعې لارښود ، کتاب لوستنه او د پوهانو او لویانو د تجربو مطالعه د. پوهې او زده کړې اساسي ،برخه رکن او د نننۍ نړۍ علومو او فنونو ته د لاسرسي يوه ډېره اغیزناکه لاره ده. دا سمه ده، چې ښوونځی او مدرسه لومړني معلومات زموږ په واک کې راکوي، خو د علومو او پوهنو اساسي موضوعاتو ته لاس رسی او د هغو زده کړه وگړو ته یوازې د مطالعې او ځاني زده کړې له لارې ترلاسه کېږي. کتابونه او کتابتونونه کیدای شي د هغه چا لپاره، چې نوې يې لوستلو او لیکلو ته مخه کړې وي، ډېرې غوره سرچینې وي. ښوونه او روزنه د کتابونو په وسیله ترسره کېږي.
مطالعه او د کتاب یا لیکنو لوستنه یو داسې اغیزناکه چارده، چې دزده کړې او پوهې لیږدلو لامل گرځي. مطالعه زموږ دپخوانیو نیکونو یو لرغونی دود او یوډېر غوره عادت دی، چې په انسانانو کې د پلټنې او لټونې حس را پيدا کوي او له هغو سره دا مرسته کوي، چې ډېر پوه شی او ښه تصمیم ونیسي.
د مطالعې لارښود
لیکوالان: عنایت الله نصرتي او احمد سیر ضیایي
ژباړه: سید محی الدین هاشمي
د پښتۍ طرح: محمد مظفري
ACKU خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
لومړی چاپ: ۱۳۹۵ لمریز کال، پسرلی، ۲۰۱۶ م کال – افغانستان
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.