Description
د هرات لرغونی تاریخ او مدنیت ته کتنه ، د هرات ښار د افغانستان په لويديز کې د هرات د ولایت مرکز دی. دغه ښار له کابل وروسته د افغانستان له نفوس ډک دریم ښار ګڼل کيږي. هرات صنعتي سيمه او د افغانستان له مهمو فرهنګي او هنري مرکزونو کې شمیر دی. د هريرود مشهور سیند ګوټی د دې ښار له څنډې څخه تيريږي. هرات يو له ګنې ګونې ډک ښار او له کابل مزار شریف او کندهار ترڅنګ د افغانستان له څلورو سترو ښارونو څخه دی. د دې ولايت اصلي استوګني په دري ژبه او په ځانګړي هراتي کړ دود (لهجه) خبرې کوي.
هرات ته په رسمي او ادبي ليکنو او ويناوو کې لرغونی هرات هرات باستان وايي هرات د لرغونو منارونو ښکلو او پرتمينو ودانیو د درلودلو له امله له لوړ نوم او شهرت نه برخمن دی د هرات ښار په تیرو زمانو او اوسمهال يو له سترو تاريخي ښوونيزو او روزنیز مرکزونو څخه ګڼل کيږي. دغه ښار په ۱۳۸۸ لمريز کال څخه وروسته د بيلا بيلو ښارونو د څيړنې په لړ کې د يونسكو د سازمان له خوا د دې سازمان د زر ښارونو او د زر ژوند په پروګرام کې شامل شوی دی
د هرات لرغونی تاریخ او مدنیت ته کتنه
ليکوال: څېړنپوه نظر محمد عزيزي
ژباره: سید بديع الزمان هاشمي
د پشتي طرح: نجيب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکــــــــــــــی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 267
لومړی چاپ: 1391 لمریز
دویم چاپ : 1395 – 2016
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.