لارښود او ستره پېښه

لارښود او ستره پېښه د مېږیانو په ژوند لیکل شوی کتاب دی. لارښود د هغه مېږي نوم دی چې د مېږیانو د نسلونو په اندازه يې پنځلس نسله ژوند کړی او ستره پېښه د هغه توپان په اړه کيسه ده چې لارښود يې په اړه مېږیانو ته معلومات ورکوي او لارې ګودرې ورته ښيي. په ټوله کې لارښود او ستره پېښه هغه پیغامونه لري چې د ټولو وګړو، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له پاره ډیر اړین دي.

وړیا دانلود

SKU: ACKU #0041 Categories: , ,

Description

په لارښود او ستره پېښه کتاب کې د ماشومانو له پاره د کيسې په بڼه مثبت پیغامونه لیکل شوي دي چې ياد مثبت پيغامونه ماشومان مثبت لور ته هڅوي.

لارښود او ستره پېښه د مېږیانو په ژوند لیکل شوی کتاب دی. لارښود د هغه مېږي نوم دی چې د مېږیانو د نسلونو په اندازه يې پنځلس نسله ژوند کړی او ستره پېښه د هغه توپان په اړه کيسه ده چې لارښود يې په اړه مېږیانو ته معلومات ورکوي او لارې ګودرې ورته ښيي. په ټوله کې لارښود او ستره پېښه هغه پیغامونه لري چې د ټولو وګړو، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو او ماشومانو له پاره ډیر اړین دي.

په دې کتاب کې د يووالي، ورورولۍ، یو بل ته درناوی کول، د مشرانو په خبرو عمل کول، د نورو په فرهنګ او کلتور کې لاسوهنه نه کول، د تور او سپين په بڼه تبعیض، په زور سره د نورو له لوري تپل شوي کارونه او د نورو په تمه ژوند نه کول او همداراز په  دې کیسه کې دې ته ورته نور شيونه هم راغلي دي چې لوستل يې د هر انسان له پاره اړین او ګټور دي.

وړیا دانلود

 د کتاب ځانګړنې

لارښود او ستره پېښه

لیکوال: عبدالله الهام

خپرندوی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU)

لومړی چاپ: ۱۳۹۷ هـ. ل. (۲۰۱۸ز) کابل- افغانستان

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “لارښود او ستره پېښه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *