پسرلنۍ زرغونه

$10.00

کوچني حسن غوښتل له نورو سره لوبي وکړي، خو دا چې ونه یې ډېره ټیټه وه، هیچا نه غوښتل له هغه سره لوبي وکړي او هیڅوک په دې نه پوهېدل چې حسن څومره ښه او مهربانه هلک دی. یوه ورځ د کلی کوچنیان د ده له څنګ نه تېر شول او بلې کوڅې ته لاړل. حسن هم د دوی پسې روان شو. ښایي هغوی د پارک او یا د لوبو میدان په لور تلل. له لږ ځنډ وروسته حسن له کوچنیانو وروسته پاتې شو او هغوی د حسن له سترګو پناه شول. حسن خوابدی شو، خو لټون ته یې دوام ورکړ. ناببره یې پښه په یوه ځنځیر کې ونښته او په ځمکه راولوېد. حسن د ځنځیر په لیدو خوشحاله شو. د ځنځیر پورې یوه کوچنۍ کیلي هم نښتې وه. هغه پوه شو چې دا کیلي له کوم کوچني ورکه شوې ده. نو کیلي یې راواخسته او په جېب کې یې کیښوده. هغه اوس هم له لیرې ځایه د نورو کوچنیانو خبري او خنداګانې واوریدې او په بیړه روان شو چې ناببره یې پښه له یوې تکمې سره ولګیده. تکمه ډېره ښکلې وه. د حسن خوښه شوه، هغه یې راپورته کړه او له ځانه سره یې وساتله.

SKU: ACKU#0 78 Categories: ,

Description

د کوچنیانو لپاره د په زړه پورې کیسو ځانګړې ټولګه

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “پسرلنۍ زرغونه”

Your email address will not be published. Required fields are marked *