Description
گرځنده (موبایل) تیلفون د ژوند ملګری، د بشر ژوند ته د ګرځنده ټيلفونونو (موبایلونو) راتګ، په ټولنیز ژوند کې حيرانوونکي بدلونونه راوستل لكه هغسې چې د انترنټ او کمپیوټر رامنځته کیدل د اوسنۍ پیړۍ يوه حیرانوونکی پیښه وه، هغسې هم ګرځنده ټيلفون (موبایل) هم يو ډېر د کار وړ ټکنالوژي ده، چې د نړۍ د خلکو له ډېر ښه هر کلي سره مخامخ شوه. د موبايل په رامنځته کېدو سره، د نړۍ اړيکو کې بدلون راغی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خورو ورو خلکو ترمنځ پيوستون او اړيکې زياتې شوې واټنونه راکم شول او ژوند لازیات ګړندی شو
څرنګه چې پوهیږو انسان یو ټولنيز موجود دی، ټولنیز ژوند د اړیکو له ټینګولو پرته امکان نه لري نو ځکه انسانان په هر ډول شرايطو کې د مفاهيمو معلوماتو او خبرونو په لیږدولو اړ دي. دوی غواړي له نورو سره د اړيکو په ټینګولو کې له هر ډول وسايلو څخه کار واخلي. په دې توګه د اړيکو او خبرونو د رسولو موضوع تل د بشر لپاره يوه فكري بوختيا وه، نو د دغې هيلې د پوره کولو لپاره يې تل له بېلابېلو وسايلو څخه کار اخيستى او اخلي يې
گرځنده (موبایل) تیلفون د ژوند ملګری
نوم لیکوال: خواجه محمد نعيم قادري
ژباړن: پوهاند محمد بشیر دودیال
د پښتي انځور: نجیب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکــــــــــــی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
پرله پسې نومره: 245
لومړی چاپ: 1390 هجري لمريز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.