توضیحات
«ځمکه او اسمان» د هغه کتاب نوم دی چې د افغانستان د معلوماتو مرکز د خپرونو څانګې له خوا په ښکلې بڼه ۲۱× ۵.۱۳ سانتي متره کچه خپور شوی دی.
نوموړی کتاب په څلور رنګونو او( ۱۵۲) پاڼو کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره بیلا بیلې ساده او لنډ معلومات لري چې د اغلی پروین پژواک په زیار او کوښښ سره راټولونه، بیا لیکنه او انځور ګري شوي او د ښاغلی لعل اقا شیرین لهخوا پښتو ته ژباړل شوي دي.
ځمکه، سیاره، څه ده، ستورې، لمر…څه ده؟ ونې او بوتي څرنګه خپل خواړه ترلاسه کوي؟ د بدن د پوستکي، د غږ په اړه به څه پوهیږي؟ میږیان، چینجیان، غارونه او سمڅې، تمرینونه او ځوابونه… دا دهغو معلوماتو سرلیکونه دي چې په دې ټولګه کې راټولې شوي دي.
نقد و بررسیها
هنوز بررسیای ثبت نشده است.