توضیحات
د ماشومانو لپاره شعرونه اوترانې
«خوښ چې ماشومان وي» د هغه کتاب نوم دی چې د افغانستان د معلوماتو د مرکز د خپرونو څانګې له خوا په ښکلې بڼه ۲۰×۲۰ سانتي متره کچه خپور شوی دی.
نوموړی کتاب په څلورو رنګونو او( ۳۰) پاڼو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره بیلا بیل ساده او لنډ شعرونه او منظومې ترانې لري چې د ښاغلی پیر محمد کاروان په زیار لیکلې او را ټولې شوي دي. د یو شمیر دغو شعرونو عنوانونه دا دي :
حمد، نعت، ماشومانو ته سندره، زما کور، د جنګ ځپلې ماشوم ارمان، د معلم مقام، د کب ترانه، د کوترې سندره، د پسرلي غږ، د مکتب د زنګ اواز، د پسرلي ترانه، ماشوم ته لارښوونه، تاک، ا لفبې ترانه، منی، د توت ترانه او د ژمې ترانه. دا د هغو وړو وړو شعرونو او ترانو سرلیکونه دي چې په دې ټولګه کې له ښکلو انڅورونو سره چاپ شوي دي.
د کتاب لیکوال: ښاغلی پیرمحمد کاروان
خپروونکی : په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکزACKU
د چاپ نیټه: ۱۳۹۶ ل ./ 2017 ز. کال
بیه: ۵ امریکایی دالر
نقد و بررسیها
هنوز بررسیای ثبت نشده است.