د فيل او طوطي کيسه

د فيل او طوطي کيسه ، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له‌پاره د دې په زړه پورې کيسې مرکزي کرکټرونه وړوکې فيله، طوطي او بيزو دي. د کيسې صحنې يو له بل سره ټينګ تړاو لري او د تلوسې او تړونکو هنګرونو پر مټ يې نه شلېدونکی پلاټ او جوړښت خپل کړی دی. د کيسې ژبه او محتوايي ادبیات د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له سويې سره برابر او پيغامونه په اسانۍ د هغوی له‌پاره د هضم وړ دي. په کيسه کې د زېړې زرغونې ساينسي تجربه راغلې ده چې زده‌کوونکي د دا ډول نورو ساينسي تجربو ترسره کولو ته هڅوي.

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

شناسه محصول: acku_able_00408_2020 دسته: , , برچسب: , , ,

توضیحات

د فيل او طوطي کيسه ، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له‌پاره د دې په زړه پورې کيسې مرکزي کرکټرونه وړوکې فيله، طوطي او بيزو دي. د کيسې صحنې يو له بل سره ټينګ تړاو لري او د تلوسې او تړونکو هنګرونو پر مټ يې نه شلېدونکی پلاټ او جوړښت خپل کړی دی. د کيسې ژبه او محتوايي ادبیات د ماشومانو او تنکيو ځوانانو له سويې سره برابر او پيغامونه په اسانۍ د هغوی له‌پاره د هضم وړ دي. په کيسه کې د زېړې زرغونې ساينسي تجربه راغلې ده چې زده‌کوونکي د دا ډول نورو ساينسي تجربو ترسره کولو ته هڅوي.

په کيسه کې د کرکټرونو يو ډېر ښه امتزاج تر سترګو کېږي. د نوښت په موخه هڅه شوې چې په ځینو صحنو کې د څارويو او انساني کرکټرونو ترمنځ ډيالوګ تبادله شي او په دې ډول کيسه کومېډيکه شي. دا کيسه د سالمو او ګټورو لوبو له‌پاره ځينې پيغامونه لري چې د کيسې د کرکټرونو ترمنځ د سرکس له لارې ځينې لوبې معرفي شوې دي او په دې سربېره له کم عمره څارويو سره د هغو پوښتنو د ځواب موندنې هڅه شوې چې لويان يې له ځواب ويلو ډېر ځله ځان چپوي. 

کيسه په يوه مثبت پيغام سره پای ته رسېدلې ده. د کيسې مرکزي کرکټر (وړوکې فيلې) د سرکس په ميدان کې د زېړې زرغونې جوړولو يوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړې ده.

د فيل او طوطي کيسه

لیکوال: اسماعیل څپه

ایډیټر: محب الرحمن محب

انځورګر او د پښتۍ طرحه: عابده محمدي

د پاڼو جوړونه: مجتبی سخي زاده

(ACKU)خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز

لومړی چاپ: ۱۳۹۸ ل. ( ۲۰۲۰ م) کابل – افغانستان

 

©  Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.

© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.

© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

توضیحات تکمیلی

Audience Age Group

Children, Youth

Available Format

Digital eBook, Physical Copy

Language

Pashto پښتو

Print Type

B/W

نقد و بررسی‌ها

هنوز بررسی‌ای ثبت نشده است.

اولین کسی باشید که دیدگاهی می نویسد “د فيل او طوطي کيسه”

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *