Description
روغتیا نعمت او پانگه ده ، د ناروغيو د منځ ته راتلو د مخنيوي له پاره یوه لاره هم د چاپیریال ساتنه او د تنفسي هوا له ککړيدو څخه مخنيوى، له غذايي موادو څخه په ښه او سالمه توګه ګټه اخیستنه او د روغتيا په هکله د خلکو د پوهې د سطحې لوړول دي. د دغه مقصد له پاره د ښاري خلکو او اړوندو څانګو له خوا په دایمي او جدي توګه د چاپیریال ساتنه او د خلکو د پوهاوي له پاره د رسنیو نمایش ،نامو، روغتيايي اعلانونو، د بروشورونو خپرول مجلو ورځنیو خپرونو او اړوندو کتابونو له ليارې د روغتيايي تبليغاتو خپرول، چې په همدغه د خلکو روغتيايي پوهې د لوړاوي سره مرسته کوي.
دغه کتاب چې ، ستاسو په لاس کې دی، د همدغه لړۍ يوه کړۍ ده. ما کوښښ او هاند کړی دی تر څو د خپل توان سره يو لړ ناروغي او ناراحتی، چې د انسان ژوند تهديدوي او یا د ناراحتيو لامل ګرځي او ورځنيو فعاليتونو ته ستونزې رامنځته کوي، په ساده طريقه او بې له پیچلو طبی اصطلاحاتو او جملو ،استعمالولو، چې د لوستونکي له پاره د درک اوپوهې وړ نه وي په اړه معلومات تهیه کړم او دا هڅه مي هم کړی چې د ناروغیو مخنیوی په پام کې ونیسم، ځکه د درملنه د طب د ډاکټر کار دی، نه د هر یو ناروغ.
روغتیا نعمت او پانگه ده
لیکوال: دکتور رحمت الله همدرد
ژبارن: پوهاند عبدالحی مؤمني
د پښتی انخور: نجیب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 291
لومړی چاپ: 1392 هجري لمريز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي

Reviews
There are no reviews yet.