Description
په افغانستان کې د مسافرت او گرځندويي لارښود، جون تخار او بدخشان لوري ته – (ژ) د سفر کولو له پاره يو مناسب وخت دی. د سیلاب ،خطرونه د سرک ورک کیدل او د پلونو ويجاړیدل باید د دې سفر په ترڅ کې له پامه ونه غورځيږي. تر اوسه لا غرنۍ سيمې شنې وې داودي او د کوکنار ګلونه، دلته په مينځ مينځ کې ليدل کيږي آبي او زيړ رنګه الوتونکي د دې ځاى د طبیعت ډيرې ښکلې بخښنې دي. د اګست او سپټمبر په مياشتو د کوچیانو د کاروانونو تګ او راتګ دلته ډیره په زړه پورې منظره او ننداره جوړوي. کوچیان هر کال د اوړنيو څرځايونو څخه، چې د فیض آباد په شمال ختيځ کې د شېوې ډنډ (جهيل) ته نږدې د کندوز
لویدیز کې چار درې ته خپلو ژمنیو استوګنځایونو ته کوچیږي.
ځوانان د غرنيو لارو په اوږدو کې د پسونو او ميږو د رمو له اوږدو لیکو سره پر لار کرار کرا روان دي رمې په لريو لارو روانې وي، کله کله دغه لويې لارې سركونه هم د وسایطو پر مخ بند وي، ترڅو چې شپانه را ورسیږي د وسایطو خاوندان دې ته سترګې پر لار وي، چې هغوی له دې لويې لارې تيرې شي.
چی
په افغانستان کې د مسافرت او گرځندويي لارښود
لیکوال: نانسي هچ دوپري
دري ژباړونکی: انجنیر میرداد لعلي
پښتو ژباړونکی: سید بدیع الزمان
(ACKU)خپروونکی په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
283:پرله پسې نومره
لومری چاپ: 1391 لمریز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.