Description
کرکت په افغانستان کی ، کرکټ دسپورټ یا ورزش یوه برخه ده او ورزش دانساني ژوند دښه پایښت له پاره يو لازم څيز ګنل کیږي، خو د کرکټ توپیر له نورو لوبو سره په ډيرو برخو کې دا دی او هغه دا چې کرکټ نه يواځې په روغتيايي برخه کې ګټور او اغیزناک دی بلکې دسياسي اړیکو له پاره هم استعمال شوی دی، همدا ډول له اقتصادي پلوه هم کرکټ ډير ارزښت لري. له لوبغالو څخه دټيکټ اخیستنې په نوم پیسې اخيستل کيږي، چې په منځني ډول د مياشتې ډيري ښې پېسې لاس ته راوړي
پخوا په برتانيه او يو شمیر نورو هیوادونو کې يوه لوبه ترسره کېدله، چې دهغې بڼه تر ډیره بریده زموږ د توپ ډنډې لوبې ته ورته ده. اوس مهال هم هغه لوبه په یو شمیر هیوادونو کې ترسره کيږي. د دغې لوبې د اوږدې تاريخي ريښې له امله يو څه تكراري وه او مينه وال یې ورځ په ورځ کمېدل نو له همدې کبله برتانويانو پدې فکر وکړ چې څه ډول کولی شي د سپورټ د ډګر ددې بر خې مينه وال له لاسه ور نه کړي. همدا سوچ و، لکه څنګه چې د زياتره نورو سپورټي لوبو پېل له برتانیه نه شوې نو په دې لوبه کې د بدلون او نوښت په را وستلو سره ترې د کرکټ لوبه جوړه شوه
کرکت په افغانستان کی
ليکوال: طاير خلاند
د پښتي طرح: نجیب الله مهرزاد
(ACKU) خپروونکی په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مرکز
پرله پسې نومره: 264
لومړی چاپ: 1391 لمریز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.