Description
په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه (درپیم توک) ، شعر او لیکوالی زموږ د هیواد په فرهنګ کې ډیر روښانه، څرګند او اوچت دريخ لري. افغانستان د ګڼ شمير ليكوالو او نامتو شاعرانو زانګو ده، چې د يو شمير نومونه دا دي: مولانا جلال الدين محمد بلخي، ناصر خسرو رحمن بابا سنايي خوشحال خان خټک، امیر علي شير نوايي او نور له نیکه مرغه د دوی ګن شمير اشعار اوس هم ه موږ سره شته چې تر ټولو اوچت اشعار دي
پخوانیو شاعرانو په کلاسیکو طرز ليکنه کوله او له عروضي وزنونو يې څخه کار اخیست. هغوی خپل شعرونه د قصيدې، غزل، مثنوي، څلوريزې، ترجیع بند ترکیب بند ،مخمس مسدس، فرد او مستزاد په قالبونو کې لیکل چې د زياترو موضوع به مینه، اخلاقیات، ديني، فلسفي او ډول ډول ټولنيز مسایل وو. موږ د تاريخ په اوږدو کې ګڼ شمیر ښځينه شاعرانې هم درلودې چې په همدغو قالبونو کې يې اشعار ليكل.
په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه (درپیم توک)
لیکوالان: پوهاند محمد اکبر سلام او عزیزه خوشنصیب
ژباړونکی: پوهاند محمد بشیر دودیال
(ACKU)خپروونکی: په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د منبع مركز
پرله پسې نومره: 235
لومړی چاپ: 1390 لمریز
© Copyright ACKU. Publication, resale, distribution and commercial use are prohibited.
© حق نشر متعلق به مرکز معلومات. انتشار، فروش مجدد، توزیع و استفاده تجاری ممنوع است.
© د چاپ حق د معلوماتو مرکز پورې اړه لري. خپرول، بیا پلورل، ویش او سوداګریز کارول منع دي.

Reviews
There are no reviews yet.